خبرونهروغتیا

په بغلان کې د کولرا د احتمالي ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شول

کابل، د زمري٥ مه، باختر

د بغلان د عامې روغتیا ریاست چارواکي په بغلان کې د کولرا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د لازمو تیاریو د نیولو خبر ورکوي.

د بغلان د روغتون رئيس ډاکتر شاه ولي احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل سره له دې چې په بغلان کې د کولرا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د بغلان د عامې روغتيا رياست د دې  ناروغۍ د مخنيوي پر وړاندې لازم چمتو والى نيولى دى.

ډاکټر احمدزي د ولايتي روغتون په ساحه کې د جلا مرکز د جوړېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې په دې ګرځنده  مرکز کې٥٠ بسترونه  په  پام کې نيول شوي  او د  اړتيا په صورت  کې به دغه شمېر دوه برابره کړي.

هغه د بغلان په روغتيايي مرکزونو کې د تشخيصيه کيټونو شتون ته اشاره وکړه او ويې ويل: “موږ له کولرا سره د احتمالي مبارزې لپاره کافي سيروم او درمل په واک کې لرو او د ولايتي روغتون پرسونل په دې برخه کې ټول لازم چمتووالى نيولى دى.”

د بغلان د ولايتي روغتون د عاجلي څانګې مسوول ډاکټراحمد جواد، کولرا يوه ډېره ساري او وژونکې ناروغي وبلله او ويې ويل چې دا ناروغۍ زياتره د ناپاکو اوبو د څښلو، غیر صحي خوړو او د شخصي حفظ الصحې نه مراعاتولو له امله رامنځته کېږي چې کولای شي په مختلفو عمرونو کې خلک اغېزمن کړي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته