روغتیا

په بغلان کې د کويد -١٩ تشخصيه دستګاه په فعاليت پيل وکړ

کابل / د لړم٨/ باختر:
په بغلان کې د آغاخان پرمختيايي بنسټ د کويد- ١٩تشخصيه لابراتوارچې دلابراتوري توکو د کمښت او نشتوالي له امله له څو مياشتو را په دې خوا له فعاليت څخه پاتې و ،. بيا په فعاليت پيل وکړ.
د کويد- ١٩ د تشخيصيه لابراتوار مسوول ډاکتر شاه فقيرپاميري باخترآژانس ته وويل؛ دغه لابراتوار په ٢٤ ساعتونو کې د٩٤ ناروغانو د تسټ ظرفيت لري چې فعالېدو سره يې په بغلان کې د کويد-١٩ ناروغانو ته لازمې آسانتياووې برابروي.
هغه زياته کړه چې د دې لابراتوار له نشتوالي وړاندې د ناروغانو سمپلونه اخيستل کېدل او د آزمايښت لپاره کابل او کندز ولايتونو ته لېږدول کېدل چې زيات وخت يې نيوه.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته