کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر
په بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو لوی مدیر قاري محمد نذیر عابد د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې یو سراچه ډوله موټر له کابل څخه د بدخشان په لور روان و پرون سهار د ۶ بجو په شاوخوا کې د دوشي ولسوالۍ د سنګ سوراخ کیله ګي په سيمه کې له یو باروړونکي توربو سره ټکر وکړ، په پايله کې د چلوونکي په ګډون ۴ تنه وژشول شوي او د ماشومانو په ګډون ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرځای د دغې پېښې علت د سړک خرابوالی او د چلوونکو بې احتیاطی وبلله.
ع