خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د یو تجارتي مارکيټ د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د غوايي ۳۱ مه، باختر

د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د دغه ولایت د ښاروالۍ له لوري د یو سوډاګریز مارکیټ د جوړولو کار پیل شو.

د نهرین ولسوالۍ ښاروال الحاج ذبیح الله فاروق باخترآژانس ته وویل چې دغه مارکیت ۲۳ دوکانونه لري چې د خلکو په همکارۍ د نهرین ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه جوړېږي.

هغه وویل د دغه مارکيت په جوړولوسره یو شمېر خلکو ته کاري آسانتیاوې برابرېږي او په تجارتي برخه کې زیات ارزښت لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته