خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د ۵ بنسټیزو پروژو کار پای ته ورسېد

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
په بغلان کې د ۵ بنسټیزو پروژو د جوړولو کار چې څه موده مخکې پیل شوی و نن پای ته ورسیده.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، په دغه پروژو کې د صنعتي بغلان د قندهاري قشلاق پل، د پلخمري ښار د شمرق پل جوړول، د بڼو په ولسوالۍ کې په ۱۲ کیلومتره سړک د کریړ اچولو، د اسکار د غاښي د سړک پخول او د پلخمري ښار د حسن خېلو د کلي د ورزشي جمنازیوم جوړول شامل دي.
د بغلان د اقتصاد رییس صدیق الله شینواري وویل: دغه پروژې له بېلابېلو منابعو څخه په استفادې سره جوړ شوې دي چې څه د پاسه ۱۶۹میلیونه افغانۍ او ۴۷زره امریکایي ډالره پرې لګول شوي دي.
د بغلان د اقتصاد رییس وویل چې د دغه پروژو له جملې څخه د پلخمري پر سیند د موټرو د تګ راتګ د دواړو خواوو کانکرېټي پلونه جوړ او ګټۍ اخستنې ته سپارل شوي دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته