خبرونهټولنه

په بغلان کې زلزله ځپلو کورنیو ته، د مرستې راټولولو بهیر پیل شو

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د هېواد په جنوب ختیځ کې زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستې د راټولولو بهیر د بغلان د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست له خوا پیل شو.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اسدلله مصطفی هاشمي باختر آژانس ته وویل، د دغه کمپاین د پیلول موخه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې زموږ له ګرانوهېوادوالو سره د بغلان د خلکو د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندول دي.

د بغلان د رضا کارانو د ملي شبکې مسوول عبدالهادي امیري وویل، دغه فرهنګ ډېر لوړ انساني، اسلامي او غوره فرهنګ دی، کله چې د هېواد په یوه سیمه کې زموږ هېوادوالوته زیان رسيږي زموږ ایماني او وجداني دنده ده چې د هغوی مرستې ته ودانګو او له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړو.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو د چارو لوی مدیر امین د هېواد په جنوبي ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په لاره کې د پلخمري ښار د خلکو د ونډې ا خیستنې ډاډ ورکړ او وېې ویل، چې دغه مرستې به د قربانیانو پاتې کسانو ته ولېږل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته