خبرونهټولنه

په بغلان کې سلګونو سېلاو ځپلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې په سلګونو سېلاوځپلو کورنیو د خوراکي توکو د وېشلو بهیر پیل شو.

د بغلان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست د خبري څانګې مسوول محمد نصیر طاهري باختر آژانس ته وویل، د خوړو نړیوال سازمان د دغه ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او همکارۍ د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ له ۲۸۲ وروستیو سېلاو ځپلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

هغه وویل، پرهرې کورنۍ سل کیلو ګرامه اوړه، ۱۲ کیلو ګرامه دالنخود، لس کیلو ګرامه غوړي، یوه کیلو ګرامه مالګه او مقوي بسکویت وېشل شوي دي.

هغه وویل، چې دغه کورنۍ دوه میاشتې د خوراکي توکو د مرستې تر پوښښ لاندې وې.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته