ټولنه

په بغلان کې سلګونو کورنیومرستې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی/ ۲۷ / باختر
د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وچکالۍ له امله له ۶۰۰ زیانمنو شویوکورنیوسره د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له لوري خوراکي توکي ووېشل شول .
په بغلان کې د سرې میاشتې د ټولنې رییس ډاکترجان محمد موسی زي د دغې ټکي په بیانولوسره باخترآژانس ته وویل : دغه اداره د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سږکال وچکالۍ له امله پر۶۰۰ زیانمنوشویوکورنیو، پرهرې کورنۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړه ، ۲۵ کیلوګرامه وریجې ، ۱۹ لیتره غوړي، ۲ کیلوګرامه چای ، ۵ کیلوګرامه بوره او ۷ کیلوګرامه لوبیا ووېشل.
هغه وویل چې د دغومرستوبهیر د بغلان په نوروسیموکې هم دوام مومي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته