ټولنه

په بغلان کې پر اړو کورنیو د غنمو د وېش بهیر پیل شو

کابل / د وري ۹ مه / باختر
په بغلان کې پر بې وزلو، زیانمنو شویو او د شهیدانو پر کورنیو د غنمو د وېش بهیر پرون پیل شو.
د بغلان د والي مرستیال ذبیح الله احساس باختر آژانس ته وویل چې د بغلان د۱۴ ولسوالیو ۱۸ زره بې وزلو، زیانمنو شویو او د شهیدانو کورنیو غنم ترلاسه کړل.
هغه وویل چې په دې دوره کې له پېښو سره د مبارزې ریاست له سروې وروسته، پر هرې کورنۍ پنځه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم وېشي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته