کابل، د چنګاښ٢٦مه، باختر
د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون په يوه ترافيکي پېښه کې درې تنه ټپيان شول.
د بغلان د ترافيکو لوى مدير قاري محمد نذير عابد باختر آژانس ته وويل چې دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا موټر د دوشي ولسوالۍ د افغان- دوشي په ساحه کې د زيات ګړندي تګ له امله له واټ څخه ووت او چپه شو.
په همدې حال کې د پلخمري روغتون د جراحۍ څانګي مؤظف نوکريوال ډاکتر محمد عمر د يو ټپي روغتيايي حالت نازک بللى دى. \ ذ