خبرونهټولنه

په بغلان کې څه د پاسه اته سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر

په بغلان ولایت کې د اوسني بشري حالت په اړه وروستۍ سروې ښيي، چې څه د پاسه ۸۰۰ کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مسوول الکسیس بیسکونډلي پرون په بغلان کې له سیمه ییزو مسوولینو سره په یوه غونډه کې وویل، چې د بغلان د اوسني بشري حالت په اړه د وروستۍ سروې له مخې څه د پاسه ۸۰۰ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

الکسيس بيسکونډلي د مرستو په بهير کې له شفافيت څخه خوښي څرګنده کړه او د شفافيت په تامينولو او له فساد سره په مبارزه کې يې د اسلامي امارت رول مهم او اساسي وباله.

الکسیس له بشر دوستانه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د مرستو په بهیر کې په شفاف ډول سره کار وکړي او هغه موسسې وهڅوي چې په بغلان کې يې فعالیتونه بند دي، چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

الکسیس په بغلان کې د اړو کسانو د ښې پاملرنې په موخه د خوراکي توکو د زېرمو د جوړېدو خبر ورکړ او ويې ويل: د سيمه ييزو مسوولینو له همغږۍ او همکارۍ پرته د مرستو رسول ناشونې دي او له سيمه ييزو مقاماتو څخه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې له مرستندويو بنسټونو سره همکاري وکړي.

په دې غونډه کې د بغلان د اقتصاد رئيس مولوي عبدالمتين آخند زاده وويل، چې په دغه رياست کې ۴۰ بهرني موسسې ثبت او راجستر دي چې ۲۰ موسسې د بشري مرستو په برخه کې فعاليت لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته