خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې څه د پاسه شل زره جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه برابرې شوې

کابل / د ثور ۷ مه / باختر

د بغلان د پورتني کانال په پاکولو سره په دغه ولایت کې شل زره جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه برابرې شوې.

د بغلان  د کرنې ریاست مسوول ولي امرخېل باختر آژانس ته وویل چې دغه کانال د ۱۸ کیلو مترو په اوږدوالي ۶۹ کارکوونکو په ۱۸ ورځو کې پاک کړی دی.

امرخیل زیاته کړه چې هر کار ګر ته د ورځې د کار په بدل کې هره ورځ ۳۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته