خبرونهامنیت

په بغلان کې یوه اندازه وسلې او نشه يي توکي ترلاسه شول

 کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د بغلان د استخباراتو ریاست منسوبینو د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې او نشه يي توکي ترلاسه کړل.

د بغلان د استخباراتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرلو سره باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ریاست منسوبینو په خنجان ولسوالۍ کې د یو لړعملیاتو په بهیر کې یو هاوان، یوه پیکا، یوه توغندی، ۲ کلاشینکوفونه او ۱۰۷ کیلوګرامه اوومه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته