خبرونهامنیت

په بغلان کې یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه شوې

 کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د بغلان امنیتي منسوبینو په دغه ولایت کې یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه کړې.

د ۲۱۷ عمري قول اردو د قوماندانۍ ویاند دروېش امارتي باختر آژانس ته وویل، چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو د کشفي او استخباراتي عملیاتو په بهیر کې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه اندازه وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

هغه وویل، چې دغه وسلې د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي بازار له یو کور څخه کشف او ترلاسه شوې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته