خبرونهروغتیا

په بغلان کې ۴۶ درملتونونه او روغتیايي مرکزونه وتړل شول

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

په بغلان کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ۴۶ درملتونونه، کتنځي او روغتیايي مرکزونه د فعالیت د جواز نه لرلو له امله وتړل شول.

د بغلان د عامې روغتيا رياست د روغتيايي قوانينو د تطبيق او څېړنې مدير محمد اعظم مجيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د درملتونونو، خصوصي روغتيايي کلينيکونو او کتنځايونو د سندونو د څېړنې په پايله کې ٣٨ درملتونونه، ٣ لابراتوارونه، يو روغتيايي کلينيک او ٥ کتنځي د بغلان د عامې روغتيا رياست موظف پلاوي وتړل.

نوموړي زياته کړه، دغه درملتونونه او نور روغتيايي  مرکزونه د فعاليت د جواز د نه لرلو او يا هم د جواز د فعاليت د مودې د پوره کيدو په دليل وتړل شول.

د مجيدي د څرګندونو له مخې؛ د درملتونونو، کتنځايونو او لابراتوارونو د فعاليتونو او د ډاکترانو د کاري سندونو د څېړنې بهير د بغلان په ولسواليو کې هم پيل شوي او هغو درملتونونو ته چې فارمسست ونه لري د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته