خبرونهامنیت

په بلخ کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر

د بلخ پوليسو ٨ کسان په دغه ولايت کې له ١٤ وسلو سره ونيول.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو دغه کسان په عملياتو کې د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ونيول.

هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه ١٢ کلاشينکوفونه او دوه تومانچې ترلاسه شوې دي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته