خبرونهاقتصاد

په بلخ کې د جلال اباد –مزارشريف د ګډ نندارتون هرکلى وشو

 کابل /د وري ١٢مه /باختر

د مزارشريف خلکو په دغه ښار کې د مزارشريف – جلال اباد د لاسي صنايعو او د زراعتي محصولاتو د ګډ نندارتون د جوړولوهرکلى وکړ.

د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د بلخ د صنعت او سوداګرى د خونو رييس  شير احمد سپاهي زاده د بلخ او ننګرهار د خلکو ترمنځ د اړيکو د تينګښت، اقتصادي ودې ، د سوداګرى د ښه والى او د خصوصي برخې او د زراعتي محصولاتو د ملاتړ په لاره کې د ګډ نندارتون جوړول اغېزمن وباله .

د ننګرهارد لاسي صنايعو توليدونکې نظيفې بارکزي چې په دې نندارتون کې خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي دي له دغه نندارتون څخه د مزارشريف د خلکو هرکلى وستايله او ويې ويل چې هغې د ننګرهاري ښځو د چرمي ګنډلو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د مزارشريف ښار اوسيدونکى عطامحمد ساهو د کورني لاسي صنايعو او زراعتي محصولاتو د بازارموندنې لپاره د دغه نندارتون جوړول ښه فرصت وباله اوهغه يې د دواړو ولايتونو د خلکو د ټولنيزو اوفرهنګي اړيکو په ټينګښت او د لاسي صنايعو او زراعتي توليداتو د نندارې د وړاندې کولو په لاره کې اغېزمن وباله .

په بلخ کې د باور د رسانه يي مرکز کارکوونکى جمال ناصر مهمند وويل چې دغه مرکز په ١٠ غرفو کې خپل رسانه يي توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي او د دغه نندارتون جوړول يې رسانه يي او چاپي تبليغاتو لپاره ښه فرصت وباله .

د مزارشريف ښاروالۍ د ښاري حکومتوالى رييس سيد محمد علي رفعت وويل چې دا د جلال اباد –مزارشريف لومړنى ګډ نندارتون دى چې دوه ورځې مخکې د ښاري خورلنډى په نامه په مزارشريف ښار کې پيل شو او نن پاى ته ورسېد.

ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته