![Ps202407025](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407025-720x470.png)
کابل د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په شادیان دښته کې صنعتي پارک ته څېرمه د یوه کانال او سړک د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري امیر محمد متقي د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د بلخ ولایت اړوند په شادیان دښته کې صنعتي پارک ته څېرمه د خوړو نړیوال پروګرام ادارې په مالي ملاتړ د ۹۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۵ متره په ژوروالي سره د یوه کانال او د ۲۴۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره د یوه سړک او پلې لارې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد کانال او سړک جوړولو په پروژه کې د سیمې لسګونه تنو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د یاد کانال او سړک له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د ورته پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې.