خبرونهامنیت

په بلخ کې د هوايي قواووپه مرګانیوبریدونو کې څه نا څه سل طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۳ / باختر
په بلخ کې د هوايي قواوو په بریدونوکې څه نا څه ۱۰۰ طالبان ووژل شول او په لسګونوتنه نورټپیان شول.
په دغو طالبانو له تېرې شپې څخه ترنن سهاره پورې د بلخ د کلدار، دهدادي او چمتال په ولسوالیوکې بریدونه وشول.
د هېواد په شمال کې د شاهین قول اردو یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې دغه بریدونه د طالبانو په غونډې او پټنځيو شوي دي.
هغه په دغو بریدونوکې د څه ناڅه سلو طالبانو وژل کېدل تاییدکړل او ويې ویل چې د هوايي قواووپه دغو بریدونوکې ۵۸ نورطالبان ټپیان شول.
زیاتره دغه بریدونه پرهغوځایونو شوي دي چې د طالبانوترکنترول لاندې وو.
د هېواد په شمال کې جګپوړي پوځي مقامات وايي چې پوځيان د بلخ د له لاسه تللوسیمو تربېرته نیولو پورې خپلوهوايي او ځمکنیو بریدونوته دوام ورکوي.
طالبان په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته