خبرونهښوونه او روزنه

په بلخ کې د ښوونکو ۴۵۰ خالي بستونو ته ۱۰ زرو کسانو نوم لیکنه کړې

 کابل، د غبرګولي ۲۴ مه، باختر

د بلخ د پوهنې رياست د ښوونکو پنځم او شپږم څلور سوه دوه پنځوس بستونه اعلان ته سپارلي چې ۱۰ زرو کسانو ورته نوم لیکنه کړې ده.

د بلخ ولايت د بشري سرچینو رييس مولوي شفيق الله محمود د باختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې رقابتي پروګرام کې د ښځو په ګډون لس  زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

هغه وويل، چې د وړ کسانو په جذبولو سره به د زده کوونکو تدرسي بهیر ښه شي او ځوانانو لپاره به د کار زمينه هم برابره شي.

د بلخ ولايت د پوهنې آمر محمد نعيم بلخي وايي چې د بلخ والي د بشري منابعو رياست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست  په همکارۍ د ښوونکو د پنځم او شپږم بستونو څلور سوه دوه پنځوس بستونه آزادې سیالۍ ته سپارل شوې دي.

هغه وويل: د څلور سوه دوه پنځوسو بستونو په ګډون يو سل او اووه دېرش بستونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته