کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کلیوالي بازار نندارتون جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا ملي پروګرام، د کلیوالي بازار ترنامه لاندې دغه دوه ورځني نندارتون د بلخ په مزارشریف ښار کې جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې د یاد ولایت له چارکنت، نهرشاهي، بلخ او دهدادي ولسوالیو څخه ۳۵ کلیوالي ښځو خپل لاسي تولیدات پلورنې او نندارې ته وړاندې کړي دي.
پای/ع