کابل / د لړم / ۲۳ / باختر
په بلخ کې نن د یوښوونځی د جوړولوکارپیل شو.
د بلخ د پوهنې رییس مولوي عبدالجلیل شهید خیل باخترآژانس ته وویل چې د دغه ښوونځی ودانۍ د مزارشریف ښار په ولي عصر ښارګوټي کې د آی ، او ، ام بنسټ په همکارۍ د ۱۶۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت په دریو میاشتو کې په یو پوړ کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.
هغه وویل چې د دغه ښوونځی په ودانۍ کې ۸ درسي او ۴ اداري خوني په پام کې نیول شوې دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ