ټولنه

په بلخ کې له سلګونو بې وزلوښځو سره مرسته وشوه

٤٢- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
يو خيريه بنسټ په بلخ کې له ٢٥٠بې وزلو ښځو سره نن د ژمنيو جامو مرسته وکړه.
د دغه بنسټ مسوولې نجيبې باختراژانس ته وويل چې دغه ښځې په نا امنو ولايتونوکې د وروستيو جګړو له امله بلخ ته راغلي دي په کمپونو او خيموکې شپې سباکوي.
هغه ښځې چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي وايي چې په دې ساړه هوا کې له جدي ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له دوى سره اساسي مرستې په تېره بيا د اوسېدو د ځاى مرسته وشي چې د خپلوماشومانو د مړينې مخه ونيسي .
د بلخ د مهاجرينو د راستنولو د چارورييس وايي اوس څه د پاسه ٢١زره جګړه ځپلې کورنى له خپلو سيمو څخه بې ځايه او په بلخ ولايت کې ځاى پرځاى شوي دي چې په کمپونو اوخيموکې ژوند کوي .
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته