ښوونه او روزنه

په بلخ کې په سلوکې شپيته وګړي باسواده دي .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
  دليک لوست  نړيواله ورځ په مزارشريف ښار کې ونمانځل شوه .
دغه ورځ دبلخ ولايت دپوهنې درييس  دولايتي شورا  درييس   ددولتي ادارو دمسوولينو او د ليک لوست دزده کړې  دښوونکو په ګډون په مزارشريف ښار کې په يوه غونډه کې ونمانځل شوه .
دبلخ ولايت دپوهنې  رييس عبدالعزيز عزيزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغه ولايت  دنورو ولايتونو په کچه  دليک لوست په برخه کې په لوړه کچه کې دى او دباسواده وګړو کچه په سلوکې شپيته دى چې اوس  هم په دغه ولايت کې  په سلوکې څلويښت  بيسواده کسان شته .
دده دڅرګندونو له مخې  په بلخ ولايت کې دولس زره تنه زده کوونکي  دليک لوست دزده کړې په کورسونو کې شامل دي او دبلخ پوهنه اوس هم دښوونځيو دتدريسي ودانيو  له پلوه له ستونزو سره مخامخه ده .
په بلخ  ولايت کې دليک لوست دزده کړې   اداره په دې بريالى شوې ده چې  د روان کال په  بهير کې  د ٢٢١٥ تنو زده کوونکو په کميت  دليک لوست  دزده کړې يوسلو اوولس کورسونه فعال وساتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته