خبرونهامنیتټولنه

په بلخ کې څه د پاسه ۴۰۰۰ جریبه ځمکې له غصبه خلاصه شوه

 کابل / د وري ۳۰ مه / باختر

د بلخ د ښار جوړولو او اراضي ریاست په دغه ولایت کې څه د پاسه ۴۰۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړه.

د بلخ د ښار جوړولو او اراضي رييس عين الدين حامد د باختر اژانس خبريال ته وويل چې په تېرو اتو مياشتو کې یې د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې څه د پاسه ١٨٠٠ جريبه او د حیرتانو ښار په توقي  کلي کې څه ناڅه ۲۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

د ښار جوړولو او اراضي  رییس زیاته کړه چې په بلخ کې ۱۰۴ غیر معیاري او په خپل سر ښارګوټي جوړ شوي دي.

ده زياته کړه چې په ټوليزه توګه په بلخ کې څه د پاسه ۱۸۴ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې د بېرته راګرځولو بیهر یې پيل شوی دی.

په خبره یې د ځمکو د غصب به تړاو ۱۲۴۳ کسانو دوسیې د تفتیش عالي ادارې ته استول شوې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته