خبرونهامنیت

په بلخ کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د کب لومړۍ / باختر

پوځيانو د بلخ ولایت په بلخ او چهاربولک ولسواليو کې څو کلي د وسله والو طالبانو  له شتون څخه پاک کړل.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال ګل پادشاه “الفت ” د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په بلخ او چاربولک ولسواليو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.

هغه زياته کړه: تازه دمه ځواکونه له زياتو امکاناتو سره د دښمن پر وړاندې د امنيتي           او دفاعي ځواکونو په مرکزونو کې ځاى پرځاى شوي دي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته