امنیت

په بلخ کې چاودنې څلورو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د بلخ د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې څو شېبې وړاندې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده.
د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې اړوند کفایت څلورلارې ته څېرمه په بایسکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې یو ملکي وګړی ووژل شو او درې نور یې ټپیان شول.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته