کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د آریا او رهنورد پوهنتونو لس زده کړیالانو د خپل د فراغت جشن لګښت په مزار شریف ښار کې د باختر ښار ګوټي له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه.
یادو زده کړیالانو د خلکو اقتصادي وضعیت او ستونزو ته په کتو د خپل د فراغت جشن لګښت څخه اوړه، غوړي او بوره واخیستل او پر اړمنو کورنیو یې ووېشل.
یو فارغ شوي زده کړیال باختر آژانس ته وویل چې دوی د خوراکی توکو تر څنګ د دغه ښارګوټي اړمنو او بې وزلو کورنیو درمنله هم په وړیا ډول کړې.
د سيمې خلکو د دغو محصلينو د مهربانۍ او بشري احساس ستاينه وکړه او پر نورو توانمندو کسانو يې غږ وکړ چې له اړمنو او بې وزلو کورنيو مرسته وکړي.
ع