کابل / د وري ۷ مه / باختر
د بلخ د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې ۳۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاقو په تور نیولي دي.
د بلخ د امنیې قوماندنۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري رمضان ذاکري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې امنیتي ځواکونو دغه کسان د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو لړعملیاتو په بهیر کې نیولي دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږدول شوې دي.
ع