ټولنه

په بې ځايه شويوکسانو خوراکي توکي وويشل شول .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
دبدخشان ولايت ديمګان ، جرم او وردوج په ولسواليو کې  دوروستيو جګړو له امله په هغو بې ځايه شويوکسانو چې اوس ددغه ولايت دبهارک او جرم په ولسواليو کې ديره دي پنځه څلويښت ټنه خوراکي توکي وويشل شول .
دبدخشان دولايتي شورا رييس عبيد الله ناجي نظري دباختراژانس خبريال ته وويل دوروستيو جګړو له امله په بې ځايه شويو کسانو کې يوزرو يوسلو پنځوس کورنۍ  شاملې دي چې دجرم اوبهارک په ولسواليو کې ديره دي او اوس دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې درياست له خوا پنځه سوه کورنيوته خوراکي توکي برابر شوي دي او په هرې  بې ځايه شوي کورنۍ يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه ، يوه شل کيلويي بورۍ وريجې ،  پنځه ليتره  غوړي ، پنځه کيلو بوره او لس  کيلو مکروني ويشل شوي دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل دژمې دفصل په رارسيدو سره دبې ځايه شويوکسانو  ستونزې دوه برابره کيږي او استوګنځي اوزياتو خوراکي توکو ته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته