امنیت

په قندهار کې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې اونيول شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
په قندهار ولايت کې د وروستۍ اوونۍ په بهيرکې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې دقندهار ولايت  پوځي چارواکي وايي چې  دروانې اوونۍ په بهيرکې يې دولس تنه وسله وال طالبان نيولي دي .
دغه راز ده په قندهار ولايت کې ددغې ډلې  دلسګونو سپکو اودرندو وسلو اودسلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو دکشفولو خبر هم ورکړ.
دقندهارولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  جنرال رحمت الله اطرافي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې  امنيتي ځواکونو دوروستۍ اوونۍ په بهيرکې   په دې بريالي شوي دي چې دولس تنه وسله وال طالبان ووژني او يوولس تنه نور ټپيان کړي  او دولس تنه نور وسله وال طالبان دقندهار ولايت له بيلابيلو برخو څخه ونيسي .
په دغو طالبانو دقندهار ولايت دمرکز  او اړوندو ولسواليو په ځينو سيمو کې دپوځيانو له  خوا بريدشوى دى.
دقندهار دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وويل :  چې دوي دوروستۍ اوونۍ په بهيرکې  دوسله والو  طالبانو په لسګونو  سپکې او درندې وسلې  او په لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
جنرال اطرافي  دوروستيو اوو  ورځو په بهيرکې له وسله والو طالبانو سره  دنښتې په بهيرکې  دافغان سرتيرو دسرداحتمالي زيان په باب څه ونه ويل :  خو زياته يې کړه چې دپوځي عملياتو په زياتوالي سره  وسله وال طالبان  تښتيدلي دي  اوله ماتې سره مخامخ شوي دي او خلک هم زيات دمصوونيت احساس کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته