روغتیا

په تالقانو ښارکې يو دوه سوه بستريز روغتون جوړيږي

په تالقانو کې ديو دوه سوه بستريز روغتون دجوړولو کار نن پيل شو.

دتخارولايت دعامې روغتيا  رييس ډاکتر حفيظ الله صافي دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دغه دوه سوه بستريز روغتون دالمان دپرمختيايي پروګرام په مالي مرسته  دلسو مليونو ډالرو په لګښت دشل جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي .

ده زياته کړه  دغه روغتون به په نړيوال ستندرد سره په دوو کلونو کې په دوو پوړونو کې جوړشي .

دتخاروالي عبدالجبار تقوا ددغې ودانۍ دجوړولو دکار په پيل کې  په  غونډه  کې وويل په دغه ولايت کې  دوه سوه بستريز روغتون ډبره ستره پروژه ده  چې ددغه ولايت دخلکو داړتياو دلري کولو په مقصد جوړيږي.

ديادونې وړ ده  چې ددغه روغتون ځمکه دسپين غرشرکت له خوا دعامې روغتيارياست په واک کې ورکړشوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته