کابل/ د سلواغې ٧ / باختر:
امنيتي منسوبانو پرون په تخار کې دوه تنه د انسان تښتونې په تور ونيول.
د تخارد امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمبين صافي باخترآژانس ته وويل؛ امنيتي ځواکونو دغه کسان په يو تور ښيښه لرونکي فولډر موټر کې چې غوښتل يې د بدخشان د مرکز اړوند څلورمې امنيتي حوزې له سيمې څخه يو سوداګر وتښتوي، ونيول.
د صافي د څرګندونو له مخې، موټر ضبط شوى او پېښه تر څيړنې لاندې ده.
\ ذ