سیاست

تبصره: د کابل غونډه له ډار اچوونې سره د مبارزې په کارکې داجماع لپاره يو فرصت دى

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٧ :
د (کابل بهير) غونډه د يوې سيمه ييزې او له سيمې څخه بهر اجماع د جوړولو  لپاره يو فرصت دى، که چېرې په هغې کې عملي ژمنې رامنځته کيږي؛ کولاى شي د ډار اچوونې او بنسټپالنې پرخلاف د مبارزې هلې ځلې آسانې کړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي: 
پرون د کابل ښار د (کابل بهير) د غونډې په نامه د يوې نړيوالې غوندې ډګر و چې په هغې کې د نړۍ د پنځه ويشتو هېوادونو او د يوشمېر نړيوالو سازمانونو استازو ګډون درلود. د دغې غونډې د جوړولو موخه له ډار اچوونې سره دمبارزې په کارکې د يوې اجماع جوړول او په افغانستان کې د سولې ټينګښت بلل شوى دى.
د دغه شان يوې غونډې جوړول او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او له ډار اچوونې سره د مبارزې لپاره يوې اجماع جوړول ښيي چې په افغانستان کې د اوسنۍ شخړې په نسبت نړيوال نظر يو پراخ نظر دى او اوس نړۍ درک کړې ده  چې  دغه شخړه د افغانستان په جغرافيا کې محصوره نه ده، بلکې يوه سيمه ييزه او آن نړيواله پديده ده.
خو دغه پوښتنه طرحه ده چې آيا د کابل غونډه کيداى شي د ستونزو د غوټې پرانستوونکې وي چې د افغانستان، سيمې  او د نړۍ خلک  ورسره مخامخ دي؟
په داسې حال کې چې  په تېرو وختونوکې موږ په افغانستان او نورو هېوادونوکې د ورته غونډو د جوړولو شاهدان وو، خو کمه نتيجه مو ترلاسه کړې ده.
ستونزه په دې کې ده چې ډار اچوونه او بنسټپالنه هغه ناوړه پديدې دي چې د افغانستان د خلکو او بشريت  ستونې يې نيولې دي او په يو خيل او څرګند ډول  نه تعرفيږي. بلکې هرڅوک د خپلو ګټو، نظريو او ستراتيژيکي لرليدونو له مخې هغه تعريفوي. په داسې حال کې چې دا ناوړې کرغيړنې او زيانمنوونکي پديدې دي چې له پولوڅخه بهر تيرې شوې دي.
نن ورځ لکه څنګه چې  کابل  آرامي نلري  پاريس او لندن هم په امن کې نه دي  ځکه چې د ډار اچوونې او بنسټپالنې په وړاندې غبرګونونه جدي نه دي، بلکې د هغو پرخلاف په لنډمهال ډول چلند شوى دى.
د کابل په غونډه کې د هغو هېوادونو استازي هم ګډون لري چې د افغانستان په پرمختياووکې په پراخ ډول ښکيل دي. آن د يوبل پرخلاف نيابتي جګړو ته د سازمان ورکولو تورونه ورباندې لګول شوي دي او وسله والې تروريستي ډلې له طالبانو او داعش څخه خپلو موخو ته د رسيدو لپاره د يوبل  په لتاړ کولوکې کار اخلي. په داسې  حال کې چې له ډار اچوونې سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتو د سازمان پريکړه ليکونه صراحت لري چې غړي هېوادونه دې بايد د تروريستي ډلو په تمويلولو، سمبالښت، پناه ورکولو او ملاتړکې ښکيل نه وي، بلکې برعکس په پرله پسې ډول او په څرګنده او بشپړ قوت سره دې ډار اچوونه وغندي او له منځه يوسي .
د (کابل بهير) برخه وال ټول د همدغه سازمان غړي دي، خو يو شمېر يې د ډار اچوونکو ډلو په تمويلولو او سمبالښت او له هغو څخه د وسيلې په توګه په کار اخيستلوکې رول لري، نو څه ډول کولاى شو هغوى له ډار اچوونې سره د مبارزې په کارکې يوې اجماع ته را وغواړو؟
دلته ضروري ده چې د تروريستي ډلو پروګرامونه او مقصدونه په پام کې دي،  ځکه دغه ډلې په هيڅ دين، مذهب، قاموس او د ژوندانه په ضوابطو  پابند نه دي  او په پاکستان کې د بنسټپالنې او د تروريزم ودې وښودله چې دغه ډلې کيداى شي له واک او کنترول څخه ووځي او د ځان بلا وګرځي .
په پاکستان کې تجربو بايد هغه نور هېوادونه ويښ کړي وي چې د تروريستي ډلو  او د افراطي جريانونو د جوړولو په فکر کې دي  .
نن ورځ تروريزم هيڅ پوله نه پيژني، په کابل، لندن او په تېرو وختونوکې په روسيه، امريکا، فرانسه او عربستان کې تروريستي پيښو ثابته کړه چې تروريزم له هرې پولې څخه تېريږي او کولاى شي هر چا ته زيان ورسوي.
سوله او ثبات، همغږي او همکاري، زغم او درک نن له مفهوم څخه ډکې معقولې  دي چې بايدهغه درک کړو. په تېره بيا هغه کسان چې يوبل يې د افغانستان په ډګرکې نيابتي جګړې ته راکښلي دي، دغه جګړه د ډګر بريالى نلري، خو دا چې  د سيمې په هېوادونوکې روحيه او اقتصاد له منځه يوسي او ټولنې کمزورې کړي.
په کابل کې د پرونۍ غونډې موخه په يوه سالمه او پراخه اجماع کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو شاملول دي چې هر يو په افغانستان کې متضادې ګټې  تعقيبوي چې ټول په دې پوه شي چې تروريزم او بنسټپالنه د بشريت دښمن دى، نه د کوم خاص هېواد او خاصو خلکو دښمن. د دغې مسئلې درک له ډار اچونې سره د مبارزې لاره لنډوي او سيمه هغو انساني موخو ته چې د بېوزلۍ، له منځه وړل او د اقتصادي همکارۍ وده ده، لاپسې نږدې کوي او دا هغه وخت امکان پيدا کوي چې ټول هېوادونه د تروريزم د له منځه وړلو لپاره عملي هدفونه پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته