خبرونهروغتیا

په تخار کې د شري ناروغي زياته شوې ده

کابل / د کب ۲۸ مه / باختر

د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د شري ناروغي زياته شوې ده.

د تخار د دشت قلعه يو شمېر اوسيدونکو د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې وروستیو ورځو کې د دشت قلعه ولسوالۍ روغتون ته په شري ناروغۍ اخته زیات شمېر ناروغان  د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

دوی په تخار کې د اسلامي امارت له سيمه ييزو مسوولانو او د روغتیا په  برخه کې له مرستندویه ادارو وغوښتل چې دغه ستونزه آواره کړي، که نه نو په دې ولسوالیو کې به  زيات ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، په تېرو  دوو میاشتو کې په هلمند، هرات او کندز ولایتونو کې د شري په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته