خبرونهټولنه

په تخار او بادغیس کې په ترافیکي پېښو کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

په بادغیس او تخار ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور تنه وژل شوي او یوولس نور ټپيان شوي دي.

د بادغیس ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په بند منګان سیمه کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې څلور تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د تخار د ورسج ولسوالۍ په کوتل پوګان سیمه کې یو ټونس موټر چپه شوی چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوي دي. مسوولین وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې پيل شوې ده.

د پېښو لامل بې احتیاطي ښودل شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته