امنیت

په تخار ولايت کې ديوځانمرګي بريدګر نيول کيدل

کابل باختر دمرعومي اووه ويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبانو هغه سړى چې دځانمرګي بريد نيت يې درلود په تخار ولايت کې ونيوه .
دباختراژانس  دخبرله  مخې، دملي امنيت دلوى رياست ادارې دغه سړى چې فضل احمد نوميږي  او دنثار  په مستعار نامه سره يې فعاليت کاوه او دوسله والو طالبانو دډلې غړى دى . دتخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې نيولى دى .
  نيول شوى  سړى دوسله والو طالبانو دډلې په سرې قطعې  پورې اړه درلود .
ده اعتراض کړى دى چې ددغې ډلې  دمشرانو په لارښوونه د تالقانوښار ته استول شوى و او غوښتل يې چې مشخص هدف وټاکي او وروسته ځانمرګي بريد ترسره کړي .
   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته