خبرونهورزش

په تخار کې جهاد فایزي لوبډلې د کونګفوتوا پیل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

په تخار کې د پیوستون جام تر نامه لاندې د کونګفوتوا د انتخابي سیالیو ۱۵م پړاو د کونګفوتوا فدراسیون د استازي له لوري  د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په درېیو کټګوریو کې د اوو ټیمونو په ګډون د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ پیل شوې وې. په دغو سياليو کې د “جهاد فایزی لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېد او د ينګي قلعه او خواجه بهاءالدين ولسواليو لوبډلې دويم او درېيم مقام وګاته.

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر احمد ضيا حقجو د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د غورو  څېرو پيژندل او د غورو ټيمونو ټاکل او د هېواد په کچه په سياليو کې ګډون دى.

د خبر ځای د څرګندونو له مخې، د دغو سیالیو په پای کې غورو ورزشکارانو ته کپ د اتلوالۍ حکم او ستاینلیکونه ورکړل شول.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته