کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ امنيتي منسوبینو پرون د دغه ولايت په رستاق ولسوالۍ کې ۳ تنه د غلا او د خلکو د ځورولو په تور نيول شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند مبين صافي باختراژانس ته وويل چې د رستاق ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ منسوبينو يو ۳ تنه چې په دغه ولسوالۍ کې يې د خلکو په لوټولو او ځورولو بوخت د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د صافي په وينا، نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
ع