ټولنه

په تخار کې د بريښنا پوروړي د بريښناد بندولو له ګواښ سره مخ دي

کابل /د لړم ١٠مه /باختر
د تخار مسوولينو د بريښنا د هغومشترکينو د بريښنا د بڼدولو د بهير د پيل خبرورکړ چې په دريو پرله پسې دوروکې يې د خپل بريښنا د لګښت پيسې نه دي ورکړي.
د رارسېدلوخبرونوله مخې، د تخار يو شمېر خلک درې دورې کېږي د خپل بريښنا د لګښت پيسې نه دي ورکړي.
د قانون له پلوه خلک د ستونزوله مخې يوازې دوه دورې کولاى شي چې د خپل بريښنا د لګښټ په ورکولو کې ځنډ وکړي.
د تخارد بريښنا شرکت د رياست سرپرست خال الدين خادم باختراژانس ته وويل چې د متکررو پوروړو د بريښنا غوڅول مو پيل کړ.
هغه وويل: هرکورچې درې پرله پسې دورې د خپل بريښنا د لګښت پيسې نه دي ورکړي د هغوي بريښنا بندېږي.
خادم دغو خلکوته خبرداري ورکړ که چېرې د خپل بريښنا د لګښت پيسې ورنه کړي قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتيا وړ بريښنا اويا سلنه له بهر څخه تامنېږي
د افغانستان د بريښنا شرکت په دې وروستيو وختوکې ويلي دي چې يوشمېرخلک د بريښنا د لګښت له پلوه په ملياردونوډالره پوروړي دي .
زياتره دغه کسان د بې وزلى په دليل نه دي توانيدلي چې د بريښنا د لګښت پيسې ورکړي او يو شمېر نورهم زورواکان دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته