کابل، د چنګاښ٢٣مه، باختر
د تخار د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پرون د آريانا او د بيناد نور لوبډلو ترمنځ په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د بنياد نور لوبډله تر وروستيو دقيقو پورې د صفر پروړاندې په يوې سره مخکې وه خو د آريانا ټيم د يو پنالتي په ترلاسه کولو سره لوبه برابره کړه.
د دغو سياليو په دوام نن د شاهين تخار او د تخار کلپ ټيمونه سيالۍ کوي.
د تخار د فوټبال سيالۍ د٢٠ ټيمونو په ګډون د تالقانو ښاروالۍ په لوبغالي کې پيل شوې دي.
د تخار د فوټبال فدراسيون يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د دغو سياليو په پاى کې غوره لوبغاړي د منتخب ټيم د جوړولو لپاره انتخابېږي.
\ ذ