امنیت

په تخار کې لسګونو سرتېرو پوځي زده کړې وکړې

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د ملي اردو د سيمه ييز ټولي ۴٩ سرتېرو له پوځي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه کې چې د تخار د والي مولوي عبدالله قرلق، امنيه قوماندان او د ملي امنيت د رييس په ګډون جوړه شوه؛ د تخار والي فارغانو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: تاسو د مسلکي زده کړو په بشپړولو سره اوس د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او عزت د ساتلو په موخه سنګرونو ته ورودانګئ.
هغه وويل: اوس تاسو بايد له پخوا زيات د وطن د دفاع لپاره سرښندنې وکړئ.
د تخار والي د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه ناروا او بې بنسټه وبلله او د هېواد د پت او عزت په دفاع او د خلکو د امنيت په تامين کې د امنيتي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه.
پاى \ اشرفي/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته