خبرونهټولنه

په تخار کې ٢٠٩زره جريبه څړځايونه ثبت شول

٤٦- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
د څړځايونو د سروې نښې کولو او د ثبتولو د بهير د تطبيق پردوام ٢٠٩٦٣٥جريبه څړځايونه د تخار په مرکز او ولسواليو کې سروې اوثبت شوي دي.
د ښار جوړولو او اراضى وزارت يو مسوول باختر اژانس ته وويل چې د څړځايونو د سروې نښې کولو او ثبتولو د کار له پيل څخه تراوسه پورې څلور ميليونه څلورسوه اويا زره او نهه څلويښت جريبه څړځايونه د هېواد په اته ويشتو ولايتونوکې سروې اوثبت شوي دي.
هغه وويل د هېواد په شمال کې د څړځايونو د سروې نښې کولو او ثبتولو بهير دوام لري .
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته