روغتیاښوونه او روزنه

په تخار کې په لسګونونجونې اوهلکان روغتيايي زده کړې وکړې

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
په تخار کې سل تنه هلکان او پنځوس نجونې نن د قابلګى ، نرسنګ ،فارمسۍ په ګډون په بيېلابېلو روغتيايي څانګو کې د تخار ولايت د روغتيايي انستيتوت څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د تخار د اطلاعاتواوفرهنګ رييس انصارالله انصاري د دغو فارغانو د فراغت په غونډه کې له ګډون سره ځوانانو په تېره پيا ښځو ته د زده کړې د فرصتونود برابرولو په خاطر د حيات د روغتيايي انستيتوت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ځوانانوته د زده کړې د زمينې د برابرولو په لاره کې به هلې ځلې وکړي.
له بله پلوه د حيات د روغتيايي انستيتوت رييس نقيب الله الياس په هېواد کې د جګړې پاى ته رسېدل اود سراسري امنيت تامينول په هېواد کې دعلم او پوهې دزده کړې په لاره کې ځوانانوته يوبي سارى فرصت وباله اوپه تخارکې له رونيزوبنستونوسره داسلامي امارت د مسوولينو له نږدې همکاري څخه خوښي خرګنده کړه
هغه له ځوانانو وغوښتل چې په هرراز شرايطوکې دعلم له زده کړي لاس وانه خلي اوپه هېواد کې د روان حالت د ښه والي لپاره ونډه واخلي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته