کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
په تخارکې د ردا خیریه موسسې له۴۵۰ یتیمو اوبې کوروماشومانوسره د خوراکي توکومرسته وکړه.
د ردا د خیریه موسسې مسوول سلیم دوغدو باختراژانس ته وویل: دغه اړماشومان چې پخوا د تخارد مسوولینو له خوا سروې شوي وو، په هرماشوم یوه بورۍ اوړه ۵ لیتره غوړي اویومن وریجې وویشل شوې.
دوغدو زیاته کړه، دغه بشردوستانه مرستې د ترکیې خلکو د تخار ولایت له ماشومانو سره کړې وې.چې دغه بهیربه په راتلونکې کې هم دوام وکړي.
د تخارد والی مرستیال جان محمد حمزه یتیموماشومانوته د مرستود ویشلوپه وخت کې د افغانستان له خلکوسره د ترکیې د بشر دوستانه مرستو په خاطر مننه وکړه اوله نورواسلامی هېوادونو یې وغوښتل چې په اوسنیوشرایطو کې د افغانستان خلک یوازې پرې نه ږدی اوله بېوزلو او اړو کسانوسره مرسته وکړي
ج-ا