خبرونهروغتیا

په تخار کې  ۱۲ درملتونونه وتړل شول

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

په تخار کې د روغتيايي قوانینو له تطبیق څخه د څېړنې ادارې، د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې ۱۲ درملتونونه وتړل.

د تخار د عامې روغتیا د ریاست یو مسوول د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د تخار د روغتیايي قوانینو له تطبیق څخه د څېړنې ادارې منسوبینو دغه درملتونونه د فعالیت د جواز د نه لرلو او د تېر تاریخ درملو د پلور له امله وتړل.

هغه زیاته کړه چې د دغې څارنې په بهیر کې یوه اندازه تېر تاریخ درمل هم راټول کړی شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته