ټولنه

په ترافيکي پيښه کې پنځلس تنه ووژل شول

دهرات _ کند هار د لوى لارى د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مر بو طاتو کې پرون د ترافيکي پيښې له ا مله پنځلس تنه ووژل شول .

دګرشک ولسوالۍ امنيه قو ما ندان سمونيار شادي خان د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل: دغه پيښه له يو موټرسايکل او يو سرا چه موټر سره د٣٠٣ ډوله مسا فر وړونکى موټر دټکر له ا مله چې له کا بل څخه د هرات په لور روان و دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځته شوه چې له ا مله يې ددغو وسايطو پنځلس تنه سپرلۍ ووژل شوې

شادى خان وويل د٣٠٣ موټر چلوونکى تښتيدلى او پو ليس يې په لټه کې دي

خبرځاى زيا ته کړه دپيښې په قربانيا نو کې ښځي او ماشو مان هم شامل دي

دياد ونې وړ ده د نيکمرغه لوى اختر په ورځو کې دڅو ترافيکي پيښو له ا مله په هلمند ولايت کې درې شپيته تنه ټپيان شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته