خبرونهاقتصاد

په تورخم کې د صادراتي توکو د وزن د معلومولو لپاره د کمپیوټري تلۍ  نصب شو

– کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

په تورخم کې د افغانستان د صادراتي توکو د وزن د معلومولو لپاره کمپیوټري تلی نصب شو.

تمه کیږي چې د دغه تلي  په فعالیت سره به د افغانستان د کانونو د قاچاقو د مخنیوي ترڅنګ د هیواد په لویو لارو کې په لوړتناژ دغیر قانوني موټرونود تګ راتګ مخه ونیول شي.

د ساختماني چارو کارپوهان په هېواد کې د سړکونو د خرابېدو تر ټولو لوی لامل په ډېر وزن او بې اسنادو سوداګریزو توکو لېږدونکو موټرونو تګ راتګ بولي.

د ننګرهار د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخندزاده د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه تلی پرون د تورخم د لويې لارې په اوږدوکې فعاليت پيل کړ.

هغه وویل، د دغه تلي  په نصبولو سره له یوې خوا له افغانستان څخه بهرته د قیمتي ډبرو او نورو کانونود قاچاقو مخه کېږي او له بلې خوا د سړکونو د خرابېدو اوپه لوړتناژ  د باروړونکو موټرو د تګ راتګ مخه نیسي.

همدا اوس د افغانستان د کانونو ډیربرخه  پاکستان ته د تورخم له لارې صادرېږي.

د کمپیوټري تلی نصبول د دې صادراتو په بهیر کې د لا روڼتیا لپاره هیلې زیاتوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته