خبرونهاقتصاد

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۵۹ زره ټنه انتقالات شوي دي

 کابل، د چنګاښ ۴مه، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د غبرګولي له ۲۷مې څخه د چنګاښ تر دویمې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۸ زره ۹۳۸ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣۷ زره ۹۵۰، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲ زره ۴۵۶ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ١۰ زره ۳۳۶ ټنه واردات چې ټولټال ۵۰ زره ۸۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدارنګه، په ياده موده کې ۸ زره ۱۰۴ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوي؛ ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې دغه راز ژمنه کړې، چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته