نړۍ

په جنوبي وزيرستان کې بمي چاودنه

پيښور- جيو – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمې په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي بم د چاودنې له امله نن د سيمه ييزحکومت د يو مامور په ګډون درې تنه ووژل شول.
باختر آژانس د جيو نيوز د شبکې له خولې خبر راکړ:
دغه بم چې له لرې واټن څخه کنتروليده؛ په جنوبي وزيرستان کې د يو سيمه ييز مامورفاروق په ليږدونکې واسطې وچاوديد چې دى له دوو تنو نورو سره ووژل شو.
د پاکستان صدراعظم نواز شريف دغه بريد په کلکه غندلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته